ناټو سره د پنجاب نااعلان شوې جګړه
سرلوڅ مرادزی   سرلوڅ مرادزی

له هغې روسته چې د ناټو په هوايي بریدونو کې د پاکستان دري سرتېري ووژل شول ، پاکستاني مقاماتو امر وکړ چې افغانستان ته دې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو تګ راتګ بند وي او له دې سره سم په پاکستان کې د ناټو کاروانونه تر پلپسې بریدونو لاندې ونیول شول .

که څه هم د ناټو سرمنشي ښاغلي انریس فوراسموسین د پاکستاني سرتېرو د وژنې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړه او له پاکستانه يي وغوښتل چې د ناټو کاروانونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي ، خو تر اوسه هم د ناټو کاروانونو ته اجازه نشته چې د افغانستان خاورې ته راواوړي او د پاکستان په خاوره کې بند پاتې دي !

په پاکستان کې د امریکا د سفارت یو ویاند رچرډ سنیلسیر وايي « زموږ په اند څنګه چې د نړۍ هر هېواد کې ستاسې او ستاسې د مال ساتنه د دولت پرغاړه ده ، همدغه شان د ناټو لپاره د توکو د لیږدوونکو ټانکرونو ساتنه هم د پاکستان د دولت په مسولیتونو کې شامله ده »  

بلخوا پاکستان ، په افغانسان کې میشتو بهنیو ځواکونو ته د اسانتیاوو د چمتوکولو په بدل کې هرکال ډېرې زیاتې پیسې ترګوتو کوي . دې خبرې ته په کتو ځیني کاپوهان وايي ناټو ته په خوندې توګه د مالونو رسول د پاکستان د حکومت او د هغو ادارو مسولیت دی چې هغوی له دغو پیسو څخه ګټه اخلي.

یوازې څو ورځې وړاندې د پاکستان په سویل کې پولیسو ویلي وو چې هلته اورپکو نږدې ۳۰ هغه تیلي ټانکرونه سوځولي چې افغانستان کې يي د ناټو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو ته تېل رسول .

همدرانګه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې د « ناټو د تېلو پر يوې ډېپو د وسله والو بريد کې شپږ تنه وژل شوي او د تېلو ٢٧ ټانکرونه سوځول شوي دي. له هغه مهاله چې پاکستان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو رسول بند کړي، دا دويم ډول بريد دى. دغو ټانکرونو بريدونه له لويو سړکونو او ښارونو څخه د تېريدو پر مهال نه کېږي بلکې په هغو اډو کې کېږي چې دغه ټانکرونه پکې درېږي.دا پېښه په سند کې د ورته ويجاړۍ پر درېيمه ورځ شوې ده. »

بلخوا پاکستاني چارواکي وايي کوټې ښارته څېرمه ، وسلوالو افغانستان ته د ناټو پر لیږدوونکو تېلي ټانکرونو برید کړی ، لږترلږه ۱۰ ټانکريي سوځولي او یو ګاډی چلوونکی يي وژلی دی . تېره اوونۍ کې پاکستان کې د ناټو پر اکمالاتي توکو دا درېیم برید دی .

د لارې بندېدو د ناټو د اکمالاتو ګڼې لارۍ د ټول هېواد په ډيپوګانو او لویو لارو کې ایسارې درولي دي . ساتنه يي کمزورې ده او یا هیڅ نشته . طالبان له ۲۰۰۷ کال راهیسې بیابیا پر دغو لاریو که څه هم کله کله يي دولتي سرتېري په ساتنه بوخت وي ، بریدونه کوي . خو ددې ټولو سره سره د پاکستان حکومت پرخپله خبره ټينګ ولاړ دی چې افغانستان ته دي ګاډي نه اوړي .

په بله پراختیا کې « د پاکستان په سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت کې نا پېژاندو وسله والو افغانستان ته د مېشتو ناټو ځواکونو پر تیلي ګاډو برید کړی دی.

د پاکستان حکومتي تلوېزیون ویلي دغه برید د بلوچستان ایالت د بولان سیمې په مټهړي کې تېره شپه شوی، چې شاوخوا ۳۰ تيلي ګاډي پکې سوځول شوي دي. رپوټونه وايي دغه تیلي ټانکر له کراچۍ ښاره دلته راوستل شوي و . »

دا د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان کې د ناټو پر اکمالاتي لاریو پنځم برید دی . تېره ورځ هم په خیبردره کې د ناټو یو تېلي ټانکر پر ماین ختلی و .

پاکستاني مقامات که څه هم  د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو برید د اورپکو پرغاړه اچوي خو که سړی د روانې شخړې علت وپلټي ، شخړې ته له بل ځایه لمن وهل کیږي . د ناټو په هوايي برید کې د پاکستان د پوځ دري تنه عسکر وژل شوي او د غچ اخیستو لپاره يي بیا طالبان ــ اورپکې د ناټو پر کاروانونو د برید لپاره سنګر ته راوتلي دي ؟

ایا دا طالبي ډوله اورپکې د پاکستان د پوځ یوه برخه نه ښکاري ؟

ایا پر لویو لارو د ناټو د اکمالاتي ټانکرونوایسارونه او دریدنه ، په لویلاس د اورپکو لپاره دا شونتیا نه برابروي چې پر دغو ټانکرونو بریدونه وکړي ؟

ایا پاکستان د کور خاوند ته نه وايي چې ویښ اوسه او غله ته وايي ورځه پرې ! ناټو ته وايي چې د درې تنو وژل شویو عسکرو په وړاندې بویه د پاکستاني ولس د احساساتو د کینولو  لپاره باید تر یوه وخته دا ټانکرونه پرلویو لارو همداسې تم وي او اورپکو ته وايي چې پر ټانکرونو ورخیژۍ  ، ټاکرونه سوځوۍ او مالونه يي تالانوۍ ، ټانکرونو مو تاسو ته تر نامالومه وخته پورې درولي ساتلي دي ؟

د سوداګرۍ او غنمیت څونه ښه لار !

پنجاب چې په غنیمت نیولو کې پخه تجربه لري او دېرش کاله يي د افغانستان هر څه په غنیمت وړي دي اوس دا دی د خپل پير استاد لویدیځ هر څه ځان لپاره غنیمت بولي او په چوراو تالان يي لګیا دی!   

څو ورځې وړاندې وال ستریټ ژورنال په یوه خبر کې ویلي و « ای ایس ای افغاني بلواګر لمسوي چې خپلې حملې لا زیاتې کړي او ملکي وګړي هم په نښه کړي . همدارنګه ای ایس ای طالبان هڅوي چې د سولې خبرو په وړاندې ودریږي او هغه ومنه مني . په کونړ کې د طالبانو یو ځايي بولندوی د وال ستریټ ژورنال خبریال ته ویلې چې ای ایس ای غواړي هغه بولندویان چې د دوی لارښوونې نه مني بندیان کړي . نوموړي ویلي چې غواړي د بهرنیانو په وړاندې له جګړې لاس واخلي ، خو ای ایس ای غواړي چې د پولیسو ، سرتېرو ، ښوونکو او انجینرانو په وژلو سره ولس وډاروي . نوموړی زیاتوي کله چې يي نه غوښتل د ای ایس ای پورته لارښوونې او امرونه پلي کړي ای ایس ای هوډ ونیو چې نوموړی بندي کړي .»

ای ایس ای دغسې ورته کارونه له ناټو سره هم راخیستي . خپلو روزل شویو او پالل شویو اورپکو ، ترهګرو او طالبانو ته وايي چې کاروانونه يي لوټ کړۍ او ناټو ته وايي پیسې واچوۍ که نه ددغو اورپکو مخه به په بل څه نه نیول کیږي .

پنجاب له امریکا او ناټو پیسې اخلې چې بویه د ترهګرو مخه پرې ونیسي . د همدې پيسو زیاته برخه د ترهګرو د روزنې او پالنې لپاره لګوي او دا لړۍ به ترڅو چې پاکستان د نړۍ پر نښچه شته وي ، ادامه ولري !  

اخځونه :

د بي بي سي پښټو بریښپاڼه

افغان جرمن ــ انلاین بریښپاڼه

د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر ۹ مه       

 


October 10th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی